سیمه ییز خبرونه

په بدخشان ولايت كې ۶ وسلوال طالبان ووژل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بدخشان ولايت امنيه قومانداني وايي، چې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ په نښته كې ۶ وسلوال طالبان ووژل شول.

د بدخشان ولايت امنيه قوماندان امام الدين مطمئن وايي، چې:

دغه نښته د وردوج ولسوالۍ په اړوند سيمه كې رامنځته شوې، چې په وژل شويو كې يو طالب قوماندان هم شامل دى.

د نوموړي په وينا، په دې نښته كې درې افغان پوځيان او پېنځه طالبان هم ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې درې ورځې دمخه هم د دې ولايت د جرم ولسوالۍ په عملياتو كې ۹ وسلوال مخالفين وژل شوي او ۱۶ نور نيول شوي ول.

په بدخشان ولايت كې له څه مودې راپديخوا د وسلوالو طالبانو خوزښتونه ډېر شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده مخكې د وردوج ولسوالۍ په اړوند سيمه كې طالبانو د ملي اردو ۱۶ سرتېري وژلي ول.

Trending

Exit mobile version