سیمه ییز خبرونه
په بدخشان ولايت کې سيلابونو مالي زيانونه رامنځته کړي
(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۴۰۱)
د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو تائید کړه، چې نن په دغه ولایت کې سیلابونو د زیباک ولسوالۍ خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د زیباک ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر فضل احمد فيضي ویلي؛ ګلخانه، ډنډ، دشت خان، نوآباد او خالخان د دې ولسوالۍ هغه سيمې دي، چې تر ټولو ډېرې زيانمنې شوې دي.
هغه وایي: دغه سيلابونه د سختو بارانونو له کبله رامنځته شوي دي.
فيضي باختر آژانس ته په ډاګه کړې: دغو سيلابونو ٤٤ هکتاره کرنيزه ځمکه، کښتونه، اته کورونه، د اوبو لګولو ډنډونه او هغه سړک، چې دوه کلي سره نښلوي زيانمن کړي دي.
د چارواکو په خبره په سیلابونو کې د اړوند کلیو څاروي هم مردار شوي دي.