تازه خبرونه
په بدخشان ولایت کې پر مایمې ولسوالۍ وسلوال بریدونه شوي
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي نن (پنجشنبه د لړم ۲۹) ویلي، چې د چارشنبې پر شپه د بدخشان ولایت مایمې ولسوالي طالبانو نیولې ده.
هغې زیاته کړې، چې تېره شپه د ولسوالۍ پر مرکز د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ درندې نښتې شوې دي.
د بدخشان پولیسو ویاند ثناء الله روحاني ویلي، چې له نن سهار راپدیخوا د مایمې ولسوالۍ مرکز ته نږدې جګړه روانه وه ؛ خو د طالبانو لخوا د ولسوالۍ د نیولو پخلی نکوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پر ولسوالۍ د طالبانو برید د امنیتي سرتېرو له ټینګار سره مخ شوی او د خرابې هوا له کبله دوی ونشو کولی، چې هوایي مرستې او پلي ځواکونه ورولیږي.
هغه دا هم ویلي؛ د بدخشان پولیس هڅه کوي، چې مایمې ته له نږدې ولسوالیو څخه ځواکونه ورولیږي.
طالبانو رسنیو ته تر دې دمه څه ندي ویلي.