تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ۱۲ امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۰)

په بدخشان ولایت کې یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې تېره شپه (شنبه د غویی ۱۱) وسلوالو طالبانو د وردوج ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی؛ اته امنیتي سرتېري یې وژلي او شپږ نور ټپیان دي.

دغه راز ویل شوي، چې طالبانو په پوسته کې ټول تجهیزات ویجاړ کړي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي، چې په دې برید کې اته امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په بدخشان کې ځایي چارواکو برید تائید کړی؛ خو د ځاني زیان په اړه یې جزیات ندي ورکړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټنې ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې پر افغان امنیتی ځواکونو ۸۲ سلنه نفوذي  بریدونه ډېر شوي، چې ترې ۱۱۵ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.

د سګار د څرګندونو له مخې، د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله د طالبانو په بريدونو کې ډېروالی راغلی دی.

Trending

Exit mobile version