بلخ @ps
په بدخشان کې ترافیکي پېښې۲۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د تخار– بدخشان د لویې لارې په اوږدو کې یوې ترافیکي پېښې اووه تنه مړه او څوارلس نور ټپیان کړل.
د بدخشان والي ویاند مسعود ارشد وایي، دغه پېښه د یوه څلور سوه څلور بس او تیلر له ټکر وروسته د کشم ولسوالۍ د بلوڅانو په سیمه کې را منځته شوې ده.
رپوتونه وایي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
د بدخشان امنیه قومندانۍ امنیت آمر وايي، یو څلور سوه څلور بس موتر له تیلر سره په یاده سیمه کې ټکر شوي، چې له کبله یې اووه تنه د موتر چلوونکي په ګډون مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
هغه زیاتوي، ټپیان د فیض آباد حوزوي روغتون ته انتقال شوي، چې د ځینو وضعیت نازک دی.
د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند وایي، د پېښې علت د څلور سوه څلور موتر ګړندی تګ دی.