تازه خبرونه

په بدخشان کې د ترافيکي پېښې له کبله ۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

د بدخشان سیمه‌ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې د ترافیکي پېښې له کبله یو کس مړ او څلور نور ټپیان دي.

د بدخشان امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره ورځ (د سلواغې یو‌ویشتمه) د درایم ولسوالۍ په کوتل زهرک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ د دغې پيښې قربانيان په کرولا موټر کې سپاره ول، چې د درايم ولسوالۍ له مرکز صفا څخه د زهرک کلي ته پر لاره ول، چې په کوتل زهرک کې د تخنيکي ستونزې له کبله درې ته وغوځېد.​

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په دې ولايت کې د ډبرو سکرو د ګازو له کبله يو کس مړ شوى دى.

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې دغه پېښه د شنبې پر سهار (د سلواغې پر یو‌ویشتمه) د بهارک ولسوالۍ د ربابي کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خبر له مخې؛ په دې پېښه کې درې نور کسان مسموم شوي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

Trending

Exit mobile version