تازه خبرونه

په بدخشان کې د حکیم ناصر خسرو مقبره ورغول شوه

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري په دې اړه ويلي: د يمګان ولسوالۍ د حضرت سيد په سيمه کې د ناصر خسرو تاريخي زیارت، چې د طبيعي او غير طبيعي پېښو له کبله د ويجاړېدو په حال کې و؛ پر معیاري ډول بیا ورغول شو.

Published

on

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د دغه ولايت په يمګان ولسوالۍ کې د حکيم ناصر خسرو د زیارت د رغولو د پروژې له بشپړېدو خبر ورکوي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري په دې اړه ويلي: د يمګان ولسوالۍ د حضرت سيد په سيمه کې د ناصر خسرو تاريخي زیارت، چې د طبيعي او غير طبيعي پېښو له کبله د ويجاړېدو په حال کې و؛ پر معیاري ډول بیا ورغول شو.

هغه زياته کړې؛ د دې زیارت د بيارغونې چارې د اغا خان بنسټ پر مالي او تخنيکي مرسته په ۴ مياشتو کې ترسره شوې دي.

ذبیح الله امیري زیاته کړې: په دې بنسټیزه رغونه کې د زیارت بېلابېلې برخې لکه کړکۍ، دروازې، دیوالونه، ستنې، پلسترونه، غالۍ، پلچکونه، د لنګر خانې په نامه خونې، تشنابونه او ستونونه د ځایي موادواو  نیزوړي پر کارولو ورغول شوې.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس د دغې ولسوالۍ له خلکو او مسوولينو وغوښتل، چې د تاريخي ابداتو په ساتنه کې له دغه رياست سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې ولايت کې يو شمېر نورې تاریخي سیمې هم ويجاړې شوې؛ خو د بيارغونې او د ويجاړيدو د مخنيوي لپاره يې عملي کار روان دى.

حکیم ناصر خسرو په پېنځمه لېږدیزه پېړۍ کې د سلجوقی دورې یو نامتو شاعر او لیکوال و.

Trending

Exit mobile version