تازه خبرونه

په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له کبله دوه کارګر مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۴۰۲)

د بدخشان سیمهییزو چارواکو څرګنده کړی، چې په دې ولایت کې د شګو له چاڼ څخه د سرو زرو د موندلو د یوه کان د نړېدو له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس حکمت الله محمدي ويلي، چې دغه پېښه د شنبې پر ورځ ( د  کب شپږویشتمه ) له غرمې وروسته درې بجې د کوهستان ولسوالۍ د وخنده په کلي کې رامنځته شوې ده.

حکمت الله محمدي زياته کړې؛ تېره ورځ پر همدې ورځ په ياده ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنه رامنځته شوې، چې له کبله یې چاته ځاني او مالي زيان ندى اوښتى.

د یادونې ده، چې له دې مخکې هم په بدخشان ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

Trending

Exit mobile version