تازه خبرونه
په بدخشان کې د سرو زرو ۷ کان کېندونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د بدخشان ځایي چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ په دې ولایت کې د سرو زرو یو کان راښویېدلی، چې مرګ و ژوبله یې رامنځته کړې ده.
د بدخشان پولیسو ویاند ثناالله روحاني ویلي، چې د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان د راښویېدنې په پېښه کې څلور کان کېندونکي مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د هغه په وینا، پېښه د یکشنبې پر ماښام د طالبانو په تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.