تازه خبرونه
په بدخشان کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۱ سیمه ییز پولیس وژلی
د بدخشان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د سړک غاړې د ماین چاودنې په پایله کې ۱۱ سیمه ییزو پولیسو ساه ورکړې ده.
د دې ولایت د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني ویلي، چې دا پېښه تېره شپه ۱۱ بجې د دې ولایت د خان ولسوالۍ د درخوان په اړوند سیمه کې رامنخته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې په دې پېښه کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان مزاري له خپلو ۱۰ ساتونکیو سره وژل شوی دی.
روحاني دا هم ویلي، چې د قومندان مزاري موټر هغه مهال له دې چاودنې سره مخ شو، چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو له یوې پوستې سره مرسته وکړي.
د بدخشان د پولیسو ویاند زیاته کړې، چې په درخوان ولسوالۍ کې د طالبانو او سیمه ییزو پولیسو له نښتې خاش ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال حمید الله له خپلو دوه ساتونکیو سره وژل شوی دی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
ویل کیږی، چې بدخشان د هېواد یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې طالبان داعش او القاعده پراخې هڅې تر سره کوي.