تازه خبرونه

په بدخشان کې د طالبانو ډله ییز بریدونه پر شاتمبول شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۰)

سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د بدخشان ولایت په شپږ ولسوالیو کې د طالبانو ډله ییز بریدونه شنډ او پر شاتمبول شوي دي.

د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، چې د یکشنبې پر شپه طالبانو د بهرنیو ترهګرو پر ملاتړ او همکارۍ د یفتل پایان، درایم، خاش، جرم، وردوج او راغستان ولسوالیو پر اړوند سیمو ډله ییز بریدونه پیل کړل، چې د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او شاتګ ته اړ شول.

هغه د بهرنیو یاغیانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې د لومړنيو راپورونو له مخې؛ په دې بریدونو کې له لس ډېرو وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

دی وایي، چې په دې ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی.

تر دې دمه وسلوالو طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې اوونۍ راپدیخوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي او دواړه لوري له درانده ځاني زیانونه اړولو خبرې کوي.

Trending

Exit mobile version