تازه خبرونه
په بدخشان کې د مارکوپولو هوسۍ نسل مخ پر کمېدو دی
د یوې سروې پر بنسټ د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې د هېواد په دوهییم ملي پارک کې د مارکوپولو هوسۍ شمېر د کمېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.
د بدخشان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس امان الله حسن وايي، د مارکوپولو هوسۍ او څارویو د ژوندي وضعیت پېژندنه او سروې د ملي پارک ریاست، د چاپېریال او ځنګلي ژویو د ساتنې انسټیټیوټ له خوا د واخان په پامیر کلا سیمه کې ترسره شوې ده.
د امان الله حسن د څرګندونو له مخې؛ د دغو حیواناتو د وضعیت معلومولو لپاره یې د کندوز په غاربن درو، نخشیر شیت، منجلق، جلمشېر، علیسو، دیده سپون، جن علي، مورستان او د بدخشان واخان ولسوالۍ په لوی پامیر شکارګاه کې یوه سروې کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دوی د سروې ډلې د کتنو پر بنسټ د مارکوپولو هوسۍ او ایبکس ibex له شل رمو څخه د سمندر له سطحې څخه د ۴۰۰۰ مټرو په لوړوالي کې د دوی موندنې ښیي، چې د نفوسو د تاکم او چاپېریالي شرایطو له مخې په ۲۰۲۱ کې د WCS بنسټ لخوا د ورکړ شوې احصائې پر پرتله د دې نادر حیوان نسل کم شوی دی.
مارکوپولو هوسۍ یو له هغو نادرو څارویو څخه ده، چې د بدخشان د واخان ولسوالۍ په پامیر کې یې شتون د بهرنیو سیلانیانو د جلبولو اصلي لامل دی او دا څاروی د افغانستان، تاجکستان او چین په سرحدي سیمو کې ګرځنده څري.