بلخ @ps

په بدخشان کې د نشه يي توکو د تولید فابریکې اوس هم فعالې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بدخشان والي وايي،چې په دېولایت کې د نشه يي توکو د تولید فابریکې فعالې دي.

بدخشان واليله اریانا نیوز سره په خبرو کې وویل،چې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو کرکیله زیاته شوې او کار و بار یې هم وده کړې ده.

د بدخشان والي احمد فیصل بیکزادوایي،چې د بدخشان ځينې ولسوالۍ نا امنه دي، د کوکنارو او نورو نشه یي توکو کرکیله او کار و بار هم په کې د ودې په حال کې دي.

د هغه په وینا؛ په دغه ولایت کې مافیا  او زورواکي د کوکنارو د کرکیلې او قاچاق له درکه میلیونه دالر تر لاسه کوي.

د بدخشان امنیه قومندان غلام سخي غفوري وايي،چې پولیس د امنیت د خوندي کولو تر څنګ د نشه يي توکو سره د مبارزې چارې هم پرمخ بیايي او په وینا یې په دغه برخه کې یې لاسته راوړنې هم لرلي دي.

د نوموړي په وینا؛سږ کالد کشم په ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د تولید اته فابریکې ویجاړې شوي او د تریاکو درې ټنه اوبلن مواد یې سوځولي دي.

دغه رازپه ډاګه شوې،چې په روان کال کې یې د نشه يي توکو د قاچاق په تور دېرش کسان نیولي،چې یو شمېر یې د نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړېعدلي او قضايي ارګان ته ورپېژندل شويدي.

Trending

Exit mobile version