بلخ @ps

په بدخشان کې د هغه پله پرانیسته وشوه، چې۹ ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت له خوا په بدخشان کې د هغه پل پرانیسته وشوه، چې نهه ولسوالۍ له مرکز فیض آباد سره نښلوي.

 په دې پروژې اووه اویا میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د وزارت له بودجې ورکړل شوي دي.

په مرکز فیض آباد کې دغه پل یو سل و لس متره اوږدوالی لري، چې ۷۷ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د دغه پل جوړیدو دوه کاله وخت واخیست او دا دی تازه ګټې اخیستو ته وسپارل شو. 

د کلیود بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، دغه پل د هېواد پر ملي اقتصاد هم ډېرې اغېزې لري. هغو کسانو، چې وړاندې له دې خپل اکمالات له تا جکستان څخه کول، اوس د دې پله په واسطه له فیض آباد څخه کيږي او لګښت به يې هم لږ وي.

د سیمې یو شمېراوسیدونکي وايي، له دې وروسته به خپل ټول اکمالات د فیض آباد له لارې وکړي.

دوی زیاتوي، د دغه پله په پرانیسته له مرکز فیض آباد سره د نهو ولسوالیو لار پرانیستل شوه او د لس ورځو مزل یوې ورځې ته را لنډ شو.

د بدخشان اوسیدونکی عزیزالله وایي، له سیند څخه د پورې وتلو له کبله مو کارونه له زیاتو ستونزو سره مخ ول؛ خو اوس خوشحاله یم، چې پل جوړ شو.

اکرام الدین نومی وایي، زمونږ ستونزې به اوس حل شي؛ ځکه حکو مت راته  ښه پل جوړ کړ.

هغه له حکومته غواړي، چې  د دې ولایت سړکو نه هم جوړ کړي.

د دغه پل په پرانیسته د سیمې ۳۳۷ زره خلکو ته د لس ورځو مزل یوې ورځې ته را لنډ شو او دغه راز دوی اوس کولی شي، د تاجکستان پر ځای خپل د اړتیا وړ تو کي له فیض آباد څخه په یوه ورځ کې پوره کړي. حال دا، چې مخکې به یې څو ورځې وخت اخیسته، چې دوی خپل اړتیا وړ توکي له تاجکستان څخه پوره کړي.

خبریال: اسلم حجاب 

Trending

Exit mobile version