تازه خبرونه
په بدخشان کې وسلوالو طالبانو ۸ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې – سرچینې
د بدخشان ولایت سیمه ییزو سرچینو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوسته د طالبانو برید کړی؛ د اردو درې سرتېري وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
د بدخشان ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري ویلي، چې طالبانو دغه برید تېره شپه د یادې ولسوالۍ د پل سوچ پر اړوند پوستې کړی او د اردو درې سرېري یې ژوندي نیولي دي.
ناجي نظري زیاته کړې، چې په برید کې ۵ طالبان هم وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
تر دې دمه د دغه برید پر څرنګوالي د بدخشان امنیتي چارواکو او طالبانو څه نه دي ویلي.