نړۍ
په برازیل کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو شمېر ۱۴۳ کسانو ته پورته شو
د رویټرز د راپور له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د برازیل چارواکو ویلي، چې په ریو ګرانډ دو سول ایالت کې د سختو بارانونو له کبله د مړو شمېر له ۱۳۶ څخه ۱۴۳ ته لوړه شوی، ۱۲۵ کسان ورک دي او هوا پېژندنې هم وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی دی.
د شنبې پر ماښام حکومت له روان ناورین سره د مبارزې لپاره شاوخوا ۱۲ اعشاریه یو میلیارډ ریال ( ۲ اعشاریه ۳۴ میلیارډ ډالر) بېړنی لګښت اعلان کړ. دغه راز ویل کیږي، چې د شاوخوا ۱۰ اعشاریه ۹ میلیون وګړو څخه په دې ایالت کې له ۵۳۸ زره ډېر خلک بې ځایه شوي دي.
فډرالي حکومت د شنبې پر ورځ ویلي وه، چې پر دې پیسو سربېره ۶۰ میلیارډ ریال له دې مخکې ورته چمتو شوې وې.
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا داسلوا په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې؛ دولت به هغه څه بیا جوړ کړي، چې ویجاړ شوي دي.
لولا د مور د ورځې نمانځغونډې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي: مونږ پوهیږو، چې هرڅه بېرته نشي ترلاسه کیدی؛ میندو خپل ماشومان له لاسه ورکړي او ماشومانو خپلې میندې له لاسه ورکړي.
د شنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې اداره یې د مرستې چمتو کولو لپاره د برازیل له حکومت سره په اړیکه کې ده.
بایډن وایي: مونږ هغو خلکو ته دعا کوو، چې له دې ناورینه اغېزمن شوي. مونږ لومړني مرسته کوونکي یوو، چې د کورنیو او افرادو د ژغورنې لپاره طبي چمتووالی وړاندې کوو.
د یکشنبې پر ورځ نور باران وشو او د دوشنبې پر ورځ هم وړاندویېنه شوې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې د بارانونو له پیل څخه لږ څه دوه اوونۍ وروسته دا ایالت یوځل بیا د پلازمېنې پورټو الګر سره نږدې په ګیبا جهيل کې د اوبو د کچې د بیا لوړیدو له خطره خبرداری ورکړ شوی دی.
دا ایالت د استوایي او قطبي اتموسفیر ترمنځ د راتلو او سختو بارانونو ښکارندویي کوي.
سیمهییز ساینس پوهان په دې باور دي، چې دا وضعیت د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوی دی.
