نړۍ

په برازیل کې د ځمکښویېدنې له کبله ۹۴ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۸, ۱۴۰۰)

د برازیل په پیټرو پولیش ښار کې له درندو بارانونو څخه سیلابونه او ځمکښویېدنې رامنځته شوي، چې د دې ښار ځینې برخې یې ویجاړې کړې دي.

د برازیل د شمالي ایالت د ریودوژانیرو په پیتروپولیش ښار کې د ځمکښویېدنې او درندو سیلابونو وروسته اور وژونکي او ژوندي اوسیدونکي اوس هم د برازیل په دې غرنۍ سیمه کې د دې خونړۍ پیښې د قربانیانو په لټه کې دي.

د دغو یوه میاشتني بارانونو څخه د یوې شپې باران سیلابونه او ځمکښوېدنه رامنځته کړه، چې په کې لږ تر لږه ۹۴ کسان  مړه شول.

د دغه تاریخي ښار پیټروپولیش ښاروال ویلي چې د مړیو شمېر اوس هم لوړیږي.

د یادونې ده، چې په ۲۰۱۱ کې هم ورته ناوین په دې سیمه کې له ۹۰۰ ډېر خلک مړه کړل.

ډېري ماهرین وايي، چې دا ډول سختې پیښې د سیارې له ګرمیدو سره ډېر عام کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې انځورونه او ویډیوګانې ښیي، چې خټینې اوبه د ښار په کوڅو کې تېریږي؛ هرڅه د موټرو او ونو په ګډون خلک هم لاهو کوي.

ویل کیږي، چې په ۲۰۱۱ کې ورته ناورین له ۹۰۰ ډېر خلک مړه کړي وه.

Trending

Exit mobile version