کوید۱۹
په برازیل کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوي
د برازیل روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې تېره شنبه (د وږي ۲۷ / د سپټمبر ۱۸) په دې هېواد کې پر کرونا ویروس اخته ۹۳۵ کسان مړه شوي دي.
دغه راز د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس ۱۵۰ زره ۱۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
سرچینې ویلي، له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا د دې هېواد په ریو دي جینیروي ښار کې د کرونا ویروس نوې ۹۲۶۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د برازیل روغتیا وزارت ټینګار کړی، چې دا پېښې په تېرو څلیریشت ګړیو کې ثبت شوې ندي، بلکې دا هغه پېښې دي، چې په فډرالي سیسټم کې د بدلونونو له کبله یادې شوې ندي.
د برازیل رسنیو څرګنده کړې؛ د دې هېواد په دوه نورو ایالتونو کې هم د کرونا ویروس خپرېدل ډېر شوي دي.
د یادونې ده، چې په ټول برازیل کې له کروناویروس څخه ۵۹۰ زره او ۵۰۸ کسان مړه شوي او د مثبتو پېښو شمېر یې ۲۱.۲ میلیون کسانو ته رسیدلی دی.
