نړۍ

په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې ویلي: پر بس له لارۍ سره له ټکر وروسته اور ولګېد او د نورو سپرو کسانو حالت هم، چې ځايي روغتون ته وړل شوي د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

Published

on

د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې څرګنده کړې، چې له لارۍ سره په ټکر کې ۳۸ کسان هغه مهال مړه شول، چې له ساو پاولو ایالت څخه دې ایالت ته روان و.

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې ویلي: پر بس له لارۍ سره له ټکر وروسته اور ولګېد او د نورو سپرو کسانو حالت هم، چې ځايي روغتون ته وړل شوي د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د باهیا ایالت د اور وژنې ریاست زیاته کړې: په دې پېښه کې د یوه چټک موټر درې کسه سپرلۍ، چې له یوې لارۍ سره د خپل موټر د ټکر له کبله لاندې شوی؛ په معجزانه ډول ژوندي پاتې شوي او د لارۍ چلوونکی هم په تېښته بریالی شوی دی.

د بهیا ایالت د اور وژنې ریاست زیاته کړې: د عیني شاهدانو له څرګندونو څخه د راټولو شویو بېلابېلو راپورونو له مخې، عدلي څېړنه به د پېښې اصلي لامل معلوم کړي.

د دې پېښې په غبرګون کې د برازیل ولسمشر لوییز اناسیو لولا داسلوا په ایکس پاڼه کې لیکلي: «زه سخت خواشینی یم او د دغې پېښې له ۳۰ څخه د زیاتو قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او د دغې غمجنې پېښې د ژغورل شویو کسانو لپاره دعا کوم.”

د برازيل ولسمشر هم د دغه هېواد حکومت له ټپيانو سره د هر ډول اړينو مرستو د چمتووالي اعلان وکړ.

Trending

Exit mobile version