تازه خبرونه
په برتانیا کې پولیسو د ۳ افغان ماشومانو د تښتونې په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې
د برتانیا پولیسو له خلکو غوښتي، چې د هغو درې ماشومانو د ځای ځایګې د موندلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، چې خپل پلار یې په لندن کې له یوه پالنځي تښتولي دي.
په کابل کې د انګلستان سفارت په ډاګه کړې، چې شپږ کلن بلال ساپی، پېنځه کلن محمد ابرار ساپی او درې کلن محمد یاسین ساپی د پنجشنبې پر ورځ د اګست شلمه له خپل کوره د چاقو پر ګواښ وتښتول شول.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو د پالنځي په باغ کې لوبې کولې او د دوی ساتونکی د ننه و.
د دې ماشومانو ساتونکي د ګامونو د غږ له اوریدو سره د دغو ماشومانو ۲۶ کلن پلار عمران ساپی ګوري، چې ورروان دی.
د دغو ماشومانو پالونکي پولیسو ته ویلي؛ عمران ساپي خپل ماشومان د چاقو پر ګواښ تښتولي، چې تر دې دمه ورک دي.
ویل کیږي، چې د عمران ساپي د پیدا کولو هڅې روانې دي او د تښتونې ځانګړي څانګوال د هغه د موندلو لپاره د ورځ ۱۷ ګړۍ کار کوي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ماشومانو له تښتولو لږ وروسته ټولو بندرونو ته خبر رسیدلی او د ماشومانو انځورونه او په اړه یې معلومات په بندرونو او پولو کې خپاره شوي دي.
د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د کشف ملي او نړیوالو ادارو سره نږدې کار روان دی، چې د سفر په اړه یې معلومات تر لاسه شي. عمران ساپی یو افغان تبعه دی، چې له پاکستان سره اړیکې لري. له همدې کبله دا روښانه نده، چې آیا هغه بهر ته سفر کړی که نه.
پولیسو د پېښې په تړاو اته کسان نیولي؛ خو د عمران او ماشومانو د ساتنې د ځای په اړه معلومات تر لاسه شوي ندي.
د څېړنو لوی مشر جان ساول ویلي: په دې وخت کې زموږ بشپړ لومړیتوب د دې درې ماشومانو روغتیایي حالت دی. دوی له خوندي ځای څخه تښتول شوي او زمونږ زیاته انېښنه د دوی روغتیا ده؛ ځکه، چې مونږ اوس هم د روغتیا په نړیوال بحران کې یو.
هغه ویلي: په دې اړه د لندن په سویل کې د دې تښتونې په اړه پوره څېړنې او پلټنې روانې دي او دا به هم په ډاګه شي، چې دا تښتونه د لندن په سویل کې څنګه رامنځته شوې. د فراري څارنه هم د مخکښو کارپوهانو لخوا رهبري کیږي. له ۱۰۰ ډېر پولیس د ماشومانو د موندلو او بېرته راستنولو لپاره کار کوي. دا د ټولو تمه ده، چې د قانون پلي کوونکې ملي او نړیوالې ادارې په دې اړه ټول غوراوي وکاروي.
ساول زیاته کړې: دا ډول څېړنې خورا پېچلې او ګړندۍ دي. د یو شمېر دلیلونو له مخې مونږ خلکو ته د دغې پېښې په اړه ډېر څه نه وایو. له همدې کبله مونږ تر دې دمه له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کړې. اوس هم مونږ له خلکو غواړو، چې په دې اړه خپل معلومات په دې قضیې د پرمختګ لپاره له مونږ سره شریک کړي.
د ښار ځايي چارواکو ویلي، چې د سړي تښتونې په اړه اته شکمنه نیول شوي دي.
پولیس د عمران ساپی او د هغه د ماشومانو په اړه معلومات راټولوي او له ټولو هغو کسان غواړي، چې نوموړی وګوري اویا یې له اوسیدنې خبرشي؛ نو د پولیسو د بېړنۍ پلټنې لاندې شمېرې ته رنګ ووهي: ۰۰۴۴۷۹۴۲۵۹۹۳۷۴ او یا که څوک غواړي، چې محرم معلومات ورکړي بیا دې پر دې ۰۰۴۴۸۰۰۵۵۵۱۱۱ شمېره خپل معلومات وړاندې کړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی4 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ


