تازه خبرونه

په برتانیا کې پولیسو د ۳ افغان ماشومانو د تښتونې په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۱, ۱۳۹۹)

د برتانیا پولیسو له خلکو غوښتي، چې د هغو درې ماشومانو د ځای ځایګې د موندلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، چې خپل پلار یې په لندن کې له یوه پالنځي تښتولي دي.

په کابل کې د انګلستان سفارت په ډاګه کړې، چې شپږ کلن بلال ساپی، پېنځه کلن محمد ابرار ساپی او درې کلن محمد یاسین ساپی د پنجشنبې پر ورځ  د اګست شلمه له خپل کوره د چاقو پر ګواښ وتښتول شول.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو د پالنځي په باغ کې لوبې کولې او د دوی ساتونکی د ننه و.

د دې ماشومانو ساتونکي د ګامونو د غږ له اوریدو سره د دغو ماشومانو ۲۶ کلن پلار عمران ساپی ګوري، چې ورروان دی.

د دغو ماشومانو پالونکي پولیسو ته ویلي؛ عمران ساپي خپل ماشومان د ​​چاقو پر ګواښ تښتولي، چې تر دې دمه ورک دي.

ویل کیږي، چې د عمران ساپي د پیدا کولو هڅې روانې دي او د تښتونې ځانګړي څانګوال د هغه د موندلو لپاره د ورځ ۱۷ ګړۍ کار کوي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ماشومانو له تښتولو لږ وروسته ټولو بندرونو ته خبر رسیدلی او د ماشومانو انځورونه او په اړه یې معلومات په بندرونو او پولو کې خپاره شوي دي.

د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د کشف ملي او نړیوالو ادارو سره نږدې کار روان دی، چې د سفر په اړه یې معلومات تر لاسه شي. عمران ساپی یو افغان تبعه دی، چې له پاکستان سره اړیکې لري. له همدې کبله دا روښانه نده، چې آیا هغه بهر ته سفر کړی که نه.

پولیسو د پېښې په تړاو اته کسان نیولي؛ خو د عمران او ماشومانو د ساتنې د ځای په اړه معلومات تر لاسه شوي ندي.

د څېړنو لوی مشر جان ساول ویلي: په دې وخت کې زموږ بشپړ لومړیتوب د دې درې ماشومانو روغتیایي حالت دی. دوی له خوندي ځای څخه تښتول شوي او زمونږ زیاته انېښنه د دوی روغتیا ده؛ ځکه، چې مونږ اوس هم د روغتیا په نړیوال بحران کې یو.

هغه ویلي: په دې اړه د لندن په سویل کې د دې تښتونې په اړه پوره څېړنې او پلټنې روانې دي او دا به هم په ډاګه شي، چې دا تښتونه د لندن په سویل کې څنګه رامنځته شوې. د فراري څارنه هم د مخکښو کارپوهانو لخوا رهبري کیږي. له ۱۰۰ ډېر پولیس د ماشومانو د موندلو او بېرته راستنولو لپاره کار کوي. دا د ټولو تمه ده، چې د قانون پلي کوونکې ملي او نړیوالې ادارې په دې اړه ټول غوراوي وکاروي.

 ساول زیاته کړې: دا ډول څېړنې خورا پېچلې او ګړندۍ دي. د یو شمېر دلیلونو له مخې مونږ خلکو ته د دغې پېښې په اړه ډېر څه نه وایو. له همدې کبله مونږ تر دې دمه له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کړې.  اوس هم مونږ له خلکو غواړو، چې په دې اړه خپل معلومات په دې قضیې د پرمختګ لپاره له مونږ سره شریک کړي.

د ښار ځايي چارواکو ویلي، چې د سړي تښتونې په اړه اته شکمنه نیول شوي دي.

پولیس د عمران ساپی او د هغه د ماشومانو په اړه معلومات راټولوي او له ټولو هغو کسان غواړي، چې نوموړی وګوري اویا یې له اوسیدنې خبرشي؛ نو د پولیسو د بېړنۍ پلټنې لاندې شمېرې ته رنګ ووهي: ۰۰۴۴۷۹۴۲۵۹۹۳۷۴ او یا که څوک غواړي، چې محرم معلومات ورکړي بیا دې پر دې ۰۰۴۴۸۰۰۵۵۵۱۱۱ شمېره  خپل معلومات وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version