تازه خبرونه

په برلین کې د چین او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یی له خپل آلماني سیال فرانک والترشتاین مایر سره په برلین کې سیاسي او امنیتي بعث کړی، چې د افغانستانروان حالات یې د خبرو سرټکی و.

د دغو دیپلوماتانو د بعث او خبرو منځټکی افغانستان ته د ثبات راوستلو پر لارو چارو راڅرخېدلی دی.

دا لومړی ځل دی ، چې د دغو هېوادونو دیپلوماتان سیاسي او امنیتي خبرې کوي او د افغانستان حالاتو ته ځانگړې پاملرنه رااړوي.

چین یو له هغو هېوادونو دی، چې د روان کال په جولای کې یې د افغان دولت او طالبانو د خبرو منځگړیتوب کړی دی.

بیجنگ اندېښمن دی، چې غربي پولو ته یې له افغانستان څخه انامني او بې ثباتي ور ونه غزول شي. همدا لامل دی، چې په دوه یم پړاو خبرو کې یې هم د همکارۍ ټټر وهلی دی.

 

Trending

Exit mobile version