سیمه ییز خبرونه
په بروكسل كې د ناتو د دفاعي چارو وزيرانو ناسته جوړه شوه
د ناتو عمومي منشي اندرس فوگ راسميوسن وايي:
د ناټو د غړيو هېوادونو د ناستې په دوه يمه ورځ به د آيساف او ناتو ۵۰ غړي هېوادونه د افغانستان په اړه خبرې وكړي او له ۲۰۱۴ م كال وروسته به د دغو هېوادونو د همكاريو څرنگوالى هم روښانه شي.
راسميوسن د افغان ځواكونو له ځواكمنتيا هيله من شو او وايي:
ناتو او آيساف ځواكونه به د تېر په پرتله له افغان ځواكونو سره ډېر كار وكړي.
په بروكسل كې د ناتو د غړيو هېوادونو د دفاعي چارو وزيرانو غونډه د پنجشنبه په ورځ(د كب ۳) پيل شوه. په دې غونډه كې، چې د افغانستان دفاع وزير بسم الله محمدي يې برخوال دى د نړۍ او افغانستان حالات وڅېړل شي.
اندرس فوگ راسمیوسن وايي:
د تېرو دوه كلونو په پرتله افغان ځواكونو ځواكمنه وده كړې او په افغانستان كې يې د ۸۷ سلنې وگړيو د امنيتي چارو مسووليت په غاړه اخيستى دى. تر راتلونكي يو كال پورې به افغان ځواكونو ته د ټول افغانستان امنيتي چارې وسپارل شي او آيساف ځواكونه به له افغان ځواكونو سره روزنيز ملاتړ ولري.
همداراز د ناتو عمومي منشي وايي:
د ناټو د غړيو هېوادونو د ناستې په دوه يمه ورځ به د آيساف له ۵۰ غړيو هېوادونو سره پرمختگونه روښانه شي او راتلونكې ستونزې به و څېړو.
د دغو څرگندونو تر څنگ ناتو په ډاگه كړې، چې ډېر ژر به د هغو ځواكونو شمېر هم څرگند شي، چې له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې پاتې كيږي.