سیمه ییز خبرونه

په بروكسل كې د ناټو بهرنیو چارو وزیران دوه ورځنۍ ناسته كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران له ۲۰۱۴ز. كال وروسته له افغان ځواكونو سره د نړيوالو مرستو د تنظيم په اړه خبرې كوي.

د ناټو په مرستو كې رڼښت ، د اداري فساد په وړاندې مبارزه او له ۲۰۱۴ز.كال وروسته د ناټو ځواكونو د حضور د غزيدنې څرنگوالى په بروكسل كې د دې دوه ورځنۍ غونډې موضوعات ښودل شوي دي.

له ۲۰۱۴ز. كال وروسته د افغان ځواكونو د روزنې، سمبالتيا او ملاتړ په اړه يو ځل بيا د ناټو د غړيو هېوادونومشران په بروكسل كې خبرې كوي.

دا ناسته به د چهارشنبې په ورځ(د ليندۍ۱۵) پيل او دوه ورځې به وغزيږي.

افغان ځواكونو ته د درندو وسلو، جنگي الوتكو او رادارو وركول او د افغانستان له بوديجې څخه د مرستو لگول هغه غوښتنې دي، چې څو څو ځله تكرارشوې دي.

په افغانستان كې د ناټو ملكي وياند دومنيك ميدلي وايي، چې:

په دې ناسته كې به په دې اړه بحث وشي، چې له ۲۰۱۴ ز. كال وروسته افغان ځواكونو ته په كال كې له څلورميليارد دالرو ډېره ژمنه شوې مرسته به څه ډول تنظيم اواداره شي.

د ناټو او آيساف د غړيوهېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د امنيتي مسووليتونو د ليږد او له افغان ځواكونو سره د ملاتړ د غزونې په اړه هم خبرې وكړي.

په تېرو يوولس كلونو كې له افغانستان سره د مرسته كوونكيو هېوادونو يوه اندېښنه د دغو مرستو په لگښت كې د رڼښت نه موجوديت و.

دومنيك ميدلي وايي:

په بروكسل كې به پر يوه روښانه كړنلاره خبرې وشي، چې له افغانستان سره مرستې شوې پيسې  له دوه اړخيزرڼښت سره ولگول شي.

په دې ناستو كې د افغانستان دولت جدي ژمنه كړې، چې په افغانستان كې به د اداري فساد ستونزه له منځه وړي، ښه حكومت به رامنځته كوي او د قانون د پلي كولو په لاركې به جدي گامونه اخلي.

په پام كې ده، چې د ۲۰۱۴ز. كال ترپايه  له افغانستان څخه نړيوال ځواكونه ووځي؛ هغه لږ سرتېري، چې په افغانستان كې به موجود وي د افغان ځواكونو د روزنې، مشورې او ملاتړچارې به پرمخ وړي.

Trending

Exit mobile version