سیمه ییز خبرونه

په بروكسل كې ناتو له ٣٥٢ زره افغان ځواکونو مالي ملاتړ څرگند كړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په بروكسل كې د ناټو غړيو هېوادونو دفاع وزيرانو د خپلې ناستې په دوه يمه ورځ د افغان ځواكونو د تمويل او د مسووليتونو د ليږد  د بهير ترڅنگ د اوكراين په اړه هم خبرې پيل كړې.

د دغې غونډې په هغه برخه کې، چې د افغانستان په اړه په کې خبرې شوي، د ناټو د ۲۸ غړيو هېوادو دفاع وزيرانو او د ۲۲ نورو هغو هېوادونو استازيو برخه اخيستې وه،  چې د آيساف په چوکاټ کې پوځيان لري.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي اندرس فوگ راسموسن  ډاډمن دى، چې لږ تر لږه تر ٢٠١٨ م کال پورې کولى شي د افغان ځواکونو د لوى شمېر( ٣٥٢ زره ) تنو مالي  ملاتړ وكړي.

راسموسن وايي:

له ۲۰۱۴م كال وروسته د ناتو غړيو هېوادونو د ۳۵۲ زره افغان ځواكونو د مالي ملاتړ ډاډ ور كړى دى. په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره د افغان ځواكونو ځواكمنتيا نه يوازې د ناتو غوښتنه ده، بلكې نړيواله ټولنه يې هم غوښتونكې ده.

د راسموسن په وينا، د افغان ځواكونو مالي ملاتړ پر بهرنيو ځواكونو له لگښت ډېر لږ دى.

ناتو تېر كال له ۲۰۱۴م كال وروسته په ۲۳۰ زره افغان ځواكونو موافقه كړې وه، چې دغه شمېر ځواكونه به د كال څلور ميليارد و سل ميليون دالر لگښت ولري؛ خو سږ كال دوى د ۳۵۲ زره سرتېرو لپاره شپږ نيم ميليارد دالر لگولي دي، چې پېنځه ميليارد و اووه سوه زره يې د امريكا متحده ايالاتو مرسته ده.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان دفاع وزير بسم الله محمدي، په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي يان کوبيش، په افغانستان کې د امريکا او ناتو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزيف دنفورد او د اروپايي کميسيون د بهرنيو اړيکو مشره کيتي اشتون هم گډون كړى و.

Trending

Exit mobile version