نړۍ

په بروکسل کې درې سویدني وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر شپه په مرکزي بروکسل کې دوه سویدنيان پر ډزو ووژل شول او درېیم کس ټپي شو او یو کس، چې ځان یې د اسلامي دولت (داعش) د غړی په توګه معرفي کړی؛ په آنلاین خپره شوې ویدیو کې یې د وسلوال برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

رویترز راپور ورکړی، چې شکمن بریدګر له ډزو وروسته په داسې حال کې بریالۍ تېشته کړې، چې د بلجیم او سویدن ترمنځ د فوتبال لوبه د پیلیدو په حال کې وه.

د بلجیم پولیس اړ شول، چې لټون یې پر پراخه کچه پیل کړي او د ترهګرۍ د ګواښ خبرتیا تر لوړې کچې ورسوي.

د بلجیم یوه فدرالي څارنوال ویلي، داسې کوم شواهد نشته، چې وښيي برید کوونکی، چې پېښه دې د اسرائیلو او فلسطیني وسله‌والو ترمنځ له تازه شوې جګړې سره کوم تړاو ولري.

څارنوال ویلي، د برید احتمالي انګیزه د قربانیانو سویدني تابعیت و.

سویدن په اګست میاشت کې د قرآن کریم له سوځولو وروسته د ترهګرۍ خبرتیاد دویمې لوړې کچې ته ورسوله او په بهر کې یې د سویدن ګټو ته د ګواښونو له زیاتوالي هم خبرداری ورکړ.

شکمن بریدګر، چې ځان عبدالسالم الګیلاني بولي؛ د ټولنیزو رسنیو له لارې یې په یوه ویدیو کې ادعا کړې، چې هغه د الله پاک یو جنګیالی دی.

فدرالي څارنوال زیاته کړې: درېیم قرباني، چې ټپي شوی؛ خو روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی، د تکسي چلوونکی و.

څارنوال د بروکسل له اوسیدونکیو غوښتي، چې د ګواښ تر پای ته رسېدو پورې دې په کور کې دننه پاتې شي.

د اروپایی کمیسیون کارمندانو ته هم سپارښتنه شوې، چې په کور کې پاتې شي.

د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دو کرو په ایکس پاڼه کې تائید کړه، چې قربانیان سویدنيان ول.

دو کرو په ایکس پاڼه کې لیکلي: ما یوازې په بروکسل کې د سویدن پر وګړیو د نن شپې له سخت برید وروسته د سویدن لومړي وزیر ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کړه. مونږ له هغو کورنیو سره یوو، چې خپلوان یې دلته له لاسه ورکړي دي. مونږ ته د نږدې همکارانو په توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه – ګډه مبارزه ده.

د سویدن د عدلیې وزیر ګونار سترومر رویترز ته ویلي؛ حکومت د بلجیم له چارواکو سره په کلکه کار کوي، چې د پېښې په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون ویلي، چې په بلجیم کې ټولو سویدني وګړي به د تیلیفونونو له لارې متني پیغامونه ترلاسه کړي، چې دوی باید محتاط اوسي او د بلجیم چارواکو لارښوونو ته غوږ ونیسي.

د بلجیم د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د احتمالي ترهګرۍ د انګېزې له کبله څېړنې د فدرالي څارنوال تر لاس لاندې دي.

د بلجیم یوې ورځپاڼې ویلي؛ شونې ده، چې دا دوه قربانیان د فوتبال لیوال ول.

بلجیم د دوشنبې پر ماښام په یورو ۲۰۲۴ روزنیزې سیالۍ کې د سویدن کوربه و. دا لوبه د امنیتي دلایلو له کبله په دوه‌یمه نیمایي کې وځنډول شوه.

دا ډزې په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د اسرائیل او حماس له شخړې سره تړلې امنیتي اندېښنې ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې فرانسه د جمعې پر ورځ پر چاړو د یوه ښوونکي له وژل کیدو وروسته په خپلو سړکونو کې اووه زره اضافي سرتېري ځای پر ځای کوي.

Trending

Exit mobile version