روغتيا

په بریتانیا کې د ګوزڼ ویروس موندنې خلک اندېښمن کړل

Published

on

بریتانوي چارواکو څرګنده کړی؛ د پلازمېنې لندن د فاضله اوبو له سیستمه په اخیستل شویو څو بېلګو کې د ګوزڼ یا پولیو ویروس موندل شوی، چې ورسره د دې ویروس د خپرېدو اندېښنې هم راپورته شوې دي.

بریتانوي چارواکو تر دې دمه په خلکو کې د دې ویروس کومه مثبته پېښه نده پېژندلې.

د بریتانیا روغتیایي خدماتو پلاوي ویلي، چې د واکسین کولو د لوړې کچې له کبله د ویروس د خپریدو لږ خطر لیدل کیږي.

دغه پلاوي له والدینو وغوښتل، چې د فاضله اوبو په سیستم کې د دغه ویروس له موندلو وروسته باید خپل ماشومان واکسین کړي. په ځانګړي توګه هغه ماشومان، چې د کرونا ویروس د خپرېدا له کبله پرې د ګوزڼ یا پولیو واکسین پلی شوی نه دی.

په انګلستان کې د واکسین ملي کچه له ۹۰ سلنې پورته ده، خو په وروستیو کلونو کې د یاد ښار له ۱۲ کلونو څخه ټیټ عمره ماشومانو ته د واکسین کولو کچه ټیټه شوې ده.

په تېرو وختونو کې دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې زرګونه ماشومان مړه یا معیوب کړي دي.

تر اوسه د دې ناروغۍ درملنه نده شوې؛ خو د واکسین په مرسته، نړۍ د دې ناروغۍ د تر ټولو د عامې بڼې د له منځه وړلو په درشل کې ده.

دا ناروغي د نایجریا او یمن په څېر هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې ده. په بریتانیا کې د ګوزڼ وروستۍ پېښه په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کې ثبت شوې وه.

د روغتیا نړیوالې ټولنې عمومي مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي، چې دا ټولنه له انګلستان سره ګډې هڅې کوي، چې موخه ترې د غبرګون د اړینو میتودونه پېژندنه ده.

ګبریسوس تویت کړی، چې: د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره څارنه، واکسین کول او پانګه اچونه ډېره اړینه ده.

Trending

Exit mobile version