تازه خبرونه

په بریتانیا کې له ۵۰۰۰۰ ډېر پر کرونا اخته کسان مړه شوي

Published

on

په بریتانیا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو نوې څرګندونې ښیي، چې د ځاني زیان شمېر یې له ۵۰۰۰۰ دېر شوی دی.  

سي ان ان خبري سرچینې څرګنده کړې، چې د انګلیند او ویلز د احصائیې له مخې تر دې دمه ۵۰۴۱۳ کسانو ته له دې ویروسه مړینه اوښتې ده.

د بریتانیا د صحت او څارنې ریاست یوازې د مړینې ۴۰۶۸۰ پېښې ثبت کړې دي.

په بریتانیا کې تر دې دمه پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۸۸۳۴ ته رسیدلي دي.

د نویو څرګندونو له مخې؛ دغه هېواد له دې ویروسه د مړینې له کبله د نړۍ دوه یم هېواد یاد شوی دی.

امریکا، چې ۱۱۱۰۰۰ ځاني زیان لري، په نړې کې له دې ویروسه د مړینې په نوملړ کې لومړی ځای نیولی دی.

Trending

Exit mobile version