کوید۱۹

په بریټانیا کې له کرونا څخه د مړینې شمېر له ۱۵۰۰۰۰ پورته شو

Published

on

په انګلستان کې د کرونا ویروس د اومیکرون او همدارنګه فرانسوي بڼې له خپرېدا پرمهال حکومت څرګنده کړې، چې په انګلستان کې د کرونایي مړینې شمېر له ۱۵۰۰۰۰ څخه پورته شوی دی.

د رویټرز د یوه راپور له مخې؛ د بریټانیا حکومت د څرګندونو له مخې پرون (شنبه د مرغومي ۱۸) د مړینې ۳۱۳ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره د ټولو ځاني زیانونو شمېر ۱۵۰ زره ۵۷ کسانو ته رسېدلی دی.

انګلستان اووم هېواد دی، چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو مړینه یې له ۱۵۰۰۰۰ پورته شوې ده. له دې مخکې د کرونایي مړینې شمېر په امریکا، برازیل، هند، روسیه، مکزیکو او پیرو کې له ۱۵۰ زرو پورته شوی و.

د رویټرز د څرګندونو له مخې له تېرې یوې شپې او ورځې رايدیخوا په انګلستان کې ۱۴۶ زره ۳۹۰ نوې پېښې پېژندل شوي. دغه راز په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۷۱ کسان مړه شوي، چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی ښيي.

Trending

Exit mobile version