تازه خبرونه
په بغلان او کابل کې ماین چاودنو ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د بغلان امنیتي سرچینو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز پلخمري ښار کې ماین چاودنې دوه پوځیان وژلي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د بغلان پولیسو ويلي؛ د سړک غاړې په دې ماین چاودنه کې، چې د بغلان ولایت د مقام پر سړک رامنځته شوې څلور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دې چاودنه کې د بغلان د ملي امنیت سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د عامې روغتیا مشر داکتر محب الله حبیب آریانا نیوز ته ویلي؛ په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي، چې د پلخمري ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ټپیانو تر منځ یوه ښځه او یو ملکي سړی شته دی.
دغه راز کابل ښار هم نن سهار د دوه نښلیدونکیو ماین چاودنو شاهد و.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار شاوخوا ۶:۴۵ لومړی د دولسمې حوزې د ارزان قیمت په اړوند سیمه کې پر رینجر موتر او بیا د سهار په ۸:۰۷ د پوهنې وزارت پر اړوند کرولا موتر د پېنځمې حوزې د کمپنۍ په اړوند سیمه کې د نښلیدونکیو ماینونو چاودنې رامنځته شوې دي.
وزارت منلې، چې په دې پېښو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د پوهنې وزارت هم منلې، چې د دې پېښې له قربانيانو څخه یو هم د دغه وزارت یو لوړ پوړی چارواکی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، د دې وزارت د علمي شورا مشر داکترعبدالباقي آمین او د ښوونې او روزنې په برخه کې د هېواد یو ترټولو اغېزمنه څیره وه؛ نن په کابل ښار کې له ماین چاودنې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
دغه راز پرون هم په ورته وخت کې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ۱۰۱ کلیزې د نمانځلو پر مهال هم د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو ۱۴ توغندي وتوغول شول.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په پېښه کې د یوه ملکي وګړي په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د شپږ عامو وګړیو په ګډون ۱۶ نور ټپیان دي.
تر اوسه هیچا د دغو بریدونو مسوولیت ندی منلی.