سیمه ییز خبرونه
په بغلان كې امنيتي پوليسو د نشه يي توكو د قاچاق وړونكيو مخه ډپ كړې
د بغلان امنيتي چارواكي وايي، چې:
د نشه يې توكو قاچاق وړونكي خپلو موخو ته د رسيدو لپاره له خپلو ورستيو تكيتكونو كار اخستى؛ خو له نشه يې توكو سره د مبارزې پوليسو هغه وړتياوې پيدا كړي، چې قاچاق وړونكي خپلو موخو ته له رسيدو وړاندې ونيول شي.
د بغلان د امنيت امر د دغه مطلب له څرگندولو سره وايي، چې:
بغلان يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د نشه يې توكو ډېري قاچاق وړونكي له همدې لارې تېريږي.
د بغلان امنيه كوماندانۍ امنيت امر سيد زمان حسيني وايي:
پوليسو په بغلان كې د نشه يې توكو اته تنه قاچاق وړونكې په داسې حال كې نيولي، چې غوښتل يې له دغې لارې څخه نشه يې توكي قاچاق كړي. د نشه يي توكو قاچاق وړونكيو دا نشه يې توكو په ډېرمهارت په موټرو كې ځاى په ځاى كړي ول، چې پوليس يې په نيولو ونه توانيږي.
د نوموړي په وينا:
په ډېرو مواردو كې موټر چلوونكي هم نه وي خبر، چې په موټر كې يې نشه يې توكي ځاى په ځاى شوي دي.
دى موټر چلوونكي هم د خپلو موټر په ساتلو كې مسوول بولي.
حسيني څرگنده كړې، چې:
په ځينو مواردو كې له دغو قاچاقچيانو سره سپكې وسلې هم موجودې وي.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې وړاندې هم له نشه يې توكو سره د مبارزې پوليس د هېواد په شمال كې د نشه يې توكو د قاچاقچيانو په نيولو بريالي شوي دي.