سیمه ییز خبرونه

په بغلان كې حكومتي كړيو د جرمونو كچه لوړه كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په بغلان كې د ځينو حكومتي كړيو له خوا دغير مسوولو وسله والو ملاتړ د جرمونو كچه لوړه كړې ده.

په بغلان كې پوليس د غير مسوولو وسله والو كسانو فعاليتونه د امنيت د ټينگښت په وړاندې لويه ستونزه گڼي.

د بغلان امنيه قوماندان امين الله امرخېل وايي:

غير مسوولې وسله والې ډلې تراوسه هم په ولسواليو كې فعالې دي او د طالبانو او نورو ترهگرو په پرتله امنيت ته ډېر زيان رسوي.

ښاغلى امرخېل زياتوي، دا ډلې په دولت كې د ځينو كړيو ملاتړ له ځان سره لري او له همدې كبله يې د فعاليت مخه نه نيول كيږي.

جنرال امرخېل په ډاگه كړه، چې دا غير مسوولې وسله والې ډلې ډېرې په اندراب، نهرين او بوركه ولسواليو كې فعاليت كوي.

د بغلان پوليس په داسې حال كې په دغه ولايت كې د غير مسوولو وسله والو پر فعاليت اندېښنه ښيي، چې دغو كسانو څو ځلې پر وژنو، اختطاف، تېري، غلا، د نشه يي توكو پر قاچاق، غصب او نورو جرمونو لاس پورې كړى دى.

Trending

Exit mobile version