1393ټاكنې
په بغلان كې د عبدالرب رسول سياف د كمپاين غړيو دوه تنه ډبولي
د بغلان ولايت دوه تنه هغه وخت د عبدالرب رسول سياف د ټاكنيز كمپاين د غړيو له خوا وډبول شول، چې د تېلو په يوه ټانك كې يې د سياف د عكسونو د لگولو مخه ونيوله.
دا دوه تنه ادعا كوي، چې دغو كسانو غوښتل د پوليسو له وسايلو څخه په استفاده د دغه نوماند عكسونه د تېلو په ټانگ كې ولگوي؛ خو كله يې، چې مخه ونيول شوه په تاوتريخوالي يې لاس پورې كړ.
د ټانك مالك عبدالشكور وايي، چې د عبدالرب رسول سياف د پلويانو له خوا ډبول شوى دى.
په كابل كې د سياف د ټاكنيزو هڅو د دفتر چارواكي وايي، په دې اړه څېړنه كوي.
د پلخمري ښار اوسيدونكي تمه لري، چې په دې ښار كې ټاكنيزې هڅې په روڼتيا سره ترسره شي.
د ولسمشرۍ ټاكنو د نوماند استاد سياف د ټاكنيزو مبارزو مطبوعاتي مسوول فهيم كوهدامني وايي، دا موضوع به وڅيړي .
هغه كسان، چې ډبول شوي وايي:
هغو كسانو، چې غوښتل يې د سياف انځورونه ولگوي د پوليسو موټر يې درلود.
په بغلان كې د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت وايي:
ادعا كوونكي دې په دې اړه ثبوت وړاندې كړي.
د يادونې وړ ده، چې د ټاكنيزو شكايتونو ولايتي كميسيون تراوسه په دې ولايت كې فعال شوى نه دى.