تازه خبرونه

په بغلان كې د غره ښوييدنې احتمالي پېښه لسگونه كورنۍ گواښي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ د چندران او چُکک كليو اوسيدونكي د سيمې د يو غره د ښوييدو احتمالي خطر اندېښمن كړي دي.

د خنجان ولسوالۍ د چندران او چُکک كليو اوسيدونكي وايي، كه حكومت د دې سيمې د غره ښوييدنې د احتمالي پېښې په اړه اقدامات ونه كړي، د سيند اوبه به بندې او گواښ به پراخ شي.

بغلان والي سلطان محمد عبادي او د بغلان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رييس محمد نصیر کهزاد وايي، د خطرونو او زيانونو د لږولو او مخنيوي لپاره، چې د ښوييدو په حال كې دي، چمتووالى لري.

د خنجان ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، لس كاله مخكې هم دا غر ښوييدلى و، خو له تېرو څو ورځو را پديخوا اوس د دې امكان شته، چې دا غر بيا وښوييږي.

Trending

Exit mobile version