بلخ @ps

په بغلان كې د كركر فابريكې ګوښه شويو كارګرانو لاريون كړى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بغلان كې د كركر د ډبرو سكرو د فابريكې لسګونه ګوښه شويو كارګرانو لاريون كړى.

 رپوټونه وايي؛ دا كسان، چې شمېر يې تر درې سوه تنو رسيږي؛ د كركر د ډبرو سكرو د فابريكې كار په کارپوه کارګران ول، چې په دې وروستيو كې له دندې ګوښه شوي دي.

دا كارګران وايي، د افغان كول كمپنۍ د خپلې اړتيا وړ د ډبرو سكاره له كركر څخه ترلاسه كول؛ خو په دې وروستيو كې دا اړتياوې له دره صوف او سمنګان څخه پوره كوي او تر ۵۰۰ پورې كارګران يې له دندې ګوښه كړي دي.

د نوموړې فابريكې مسوولينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

Trending

Exit mobile version