1393ټاكنې
په بغلان كې د ټاكنو درغلگرو ته د مجازاتو غوښتنه و شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بغلان اوسيدونكي د هغو كسانو د مجازاتو غوښتونكي دي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو په ټاكنو كې يې درغلي كړې ده.
داكسان وايي، كه درغلگرو ته سزا ورنه كړ شي؛ د ټاكنو په نورو پړاوونو كې به هم لاسوهنه وكړي.
د بغلان د استيناف څارنوالۍ رييس وايي:
هغه كسانو، چې په ټاكنو كې درغلي كړې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون له خوا څارنوالۍ ته ور پيژندل شوي دي.
په بغلان كې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون چارواكي وايي، په دې ولايت كې له شپېته ډېر شكايتونه ثبت شوي دي.