1393ټاكنې
په بغلان كې د پوليسو قومانداني له ستونزو سره مخ ده
د پوځي او ملكي كاروانونو د امنيت مسووليت د لويې لارې د پوليسو دنده ده؛ خو بغلان ولايت له دا ډول پوليسو بې برخې دى
د بغلان د پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايي:
په ډېرو ولايتونو كې د لويې لارې پوليس گومارل شوي؛ خو په دې ولايت كې يې نشتوالي دا قومانداني له ستونزو سره مخ كړې ده.
ښاغلي امرخېل د بغلان د پوليسو لپاره د هغو لگښتونو په پام كې نه نيول، چې د لوړ پوړيو دولتي چارواكو او كاروانونو د امنيت په ټينگښت كې لگول كيږي له ستونزو خالي نه گڼي.
د ملي شورا غړى محمد عظيم محسني د بغلان د پوليسو لخوا هر ډول لگښت د قانون خلاف گڼي.
د بغلان د پوليسو قومانداني وايي، ملي او محلي پوليسو په وخت د لگښتونو نه رسيدلو د اوپراتيفي پيسو نشتوالى، له ۸۰۰ ډېرو بنديانو لپاره د برښنا نشتوالى، د معياري امنيتي دروازو نه موجوديت او د بغلان له موافقې پرته د پوليسو د منسوبينو گومارل په دغه ولايت كې د پوليسو لويې ستونزې گڼي .