تازه خبرونه

په بغلان كې عبدالله عبدالله له خلكو څخه په تاكنو كې د پراخ گډون غوښتنه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ كانديد داكتر عبدالله عبدالله له خپلو دوه مرستيالانو سره بغلان ته د سفر په ترڅ كې له خلكو وغوښتل، چې په راتلونكيو تاكنو كې پراخ گډون وكړي، چې د ده تيم په ټاكنو كې بريالى شي.

بلخوا د بغلان د ولايتي شورا ځينو كانديدانو خپل ملاتړ له ښاغلي عبدالله څخه اعلان كړ.

په دې مناسبت د غونډې زيات برخه وال د ولايتي شورا د ټاكنو ځينې كانديدان ول او دوى مخكې له دې، چې داكتر عبدالله عبدالله خپلو پلويانو ته ورشي، د هغه له تيم څخه ملاتړ اعلان كړ.

په پام كې ده، چې د روانې مياشتې په ۱۶ په افغانستان كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې وشي، خو داكتر عبدالله عبدالله لومړنى كانديد دى، چۍ بغلان ته ځي او د خلكو ملاتړ غواړي.

Trending

Exit mobile version