بلخ @ps
په بغلان كې يوه ښځه په وهلو وهلو وژل شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په بغلان ولایت کې یوې ښځې له سختو وهلو وروسته ساه ورکړې ده.
د بغلان د ښځو چارو رييسه خديجه يقين وايي، چې د دې ولایتپه ګذرګاه نور ولسوالې كې یوه اووه لس كلنه ښځهد شكنجې او وهلو پر لامل وژل شوې ده.
د نجلې كورنۍپه ډاګه کړې؛ لور يې د خسر كورنې وژلې او په دې اړه مخكې هم څو ځلې حكومتي ادارو ته اندېښمن شوي، چې له لور سره يې د خسر كورنې ناوړه چلند كوي.
د دوی په وینا؛ محلي ادارو یې قضيه قومي جرګې ته وړاندې كړه، چې پايله يې همدا شوه.
د آغلې یقین د څرګندونې له مخې، له دې ښځې شل ورځې وړاندې يو ماشوم هم پيدا شوى دی.
ويل كيږي، چې د دې ښځې ميړه په ايران كې دى.