سیمه ییز خبرونه
په بغلان كې يو داسې كور كشف شوى، چې ځانمرگي واسكټونه په كې جوړيدل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پلخمري ښار په يوه كور كې وسله وال طالبان د ځانمرگو واسكټونو او سړك غاړې ماينونو په جوړولو بوخت ول، چې كشف او ونيول شول.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي:
په دې كور كې د ځانمرگو واسكټونو او ماينونو جوړول له پاكستانه رهبري كيدل.
نوموړى د دولت له وسله والو مخالفينو غواړي، چې د دولت په وړاندې دې له ورانكاريو لاس واخلي.
په تېره يوه مياشت كې د بغلان پوليسو د چاوديدونكيو توكو څلور زيرمې او لسگونه ماينونه نيولي؛ خو تراوسه هم د دغه ولايت په ځينو ولسواليو كې د دولت د وسله والو مخالفينو او غير مسوولو وسله والو فعاليتونه ترسترگو كيږي، چې خلك يې اندېښمن كړي دي.