تازه خبرونه
په بغلان كې يو سړي د خپلې ښځې خوله او غاړه پرې كړې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په بغلان ولایت كې د پلخمري اوسيدونكي يو سړي د خپلې ښځې خوله او غاړه هغه مهال پرې كړه، چې د ده د طلاق غوښتنه يې ونه منله.
د پلخمري ولايتي روغتون د جراحۍ داكتر محمد كريم وايي:
دغه ميرمن ژر تر ژره روغتون ته راليږديدلې، چې له همدې كبله يې اوس روغتيايي حالت د ډاد وړ دى.
مژگان نومې ښځه وايي:
د پېنځه اولادونو لرونكې ميرمن يم. ميړه مې د كور ټوله هستي او نيستي په جوارۍ كې له لاسه وركړې او د طلاق اخيستلو غوښتنه كوي؛ خو كله مې، چې د ده غوښتنه رد كړه زما وژنې ته يې ملا وتړله.
د مژگان نومې ميرمنې مور گل جان غواړي، چې حكومت بايد د ښځو په وړاندې د دغه راز تاوتريخوالي زېږوونكي عناصر مجازات كړي.
په بغلان ولايت كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى ورځ تر بلې ډېريږي؛ خو د دې ولايت د ښحو د حقوقو مدافع بنسټونه له اندېښنې پرته پرې نور څه نه څرگندوي.