سیمه ییز خبرونه
په بغلان كې پر يوې ځوانې انجلۍ په ډله ييز ډول جنسي تېرى شوى دى
په بغلان كې څو كسانو په ډله ييز ډول پر يوې ځوانې انجلۍ جنسي تېرى كړى دى، دغه انجلۍ، چې د بلخ ولايت اوسېدونكې ده لومړۍ د درو كسانو له خوا تښتول شوې او بيا وروسته پرې جنسي تېرى شوى دى.
كله چې دغو كسانو، غوښتل نوموړي انجلۍ بلې سيمې ته ولېږدوي د پوليسو له خوا د دوى له منگولو وژغورل شوه.
كه څه هم پر يادې انجلۍ له دريو جنسي تېرۍ كوونكو څخه يو نيول شوى، خو د بغلان پوليس وايي، چې د نورو دوه كسانو د نيولو په موخه يې هم پلټنې پېل شوې دي.
دغه انجلۍ، چې اتلس كاله عمر لري د بلخ ولاېت اوسېدونكې ده.
دغه انجلۍ يوه اوونۍ وړاندې، چې كله يې غوښتل ډاكټر ته ولاړه شي د يو ځوان له خوا تښتول شوې وه او بغلان ولايت ته راوړل شوې وه او په بغلان كې درې نورو كسانو ته سپارل شوې وه.
د دغې انجلۍ په وېنا تښتونكو به د شپې له خوا پرې په ډله ييز ډول جنسي تېرى كولو.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سيد زمان الدين حسيني وايي:
تښتونكو غوښتل، چې دغه انجلۍ د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ كې يو بلې سيمې ته ولېږدوي، چې د پوليسو له خوا ونيول شول.
دغه انجلۍ له دولت څخه غواړي، چې پر دې د جنسي تېري عاملانو ته سخته سزا وركړي ترڅو عدالت تامين شي.
بغلان په دې وروستيو كې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه پكښې لوړه ده، خو هغه څه چې د ډېرو اندېښنې يې پارولي دي د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د عاملانو نه مجازاتېدل دي.