تازه خبرونه
په بغلان كې پر يو سل و څلوېښت هكتاره ځمكه كوكنار كرل شوي
(Last Updated On: )
په ۱۳۹۲ل كال كې يوازې د بغلان د بوركې، پل حصار، ده صلاح او بنو په ولسواليو كې پر ۱۴۰ هكتاره ځمكه كې كوكنار كرل شوي، چې دې مسالې چارواكي انديښمن كړي دي.
د بغلان د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رياست وايي، د همكارو رياستونو په مرسته به په راتلونكي كال كې د كوكنارو كروندې له منځه يوړل شي.
د بغلان د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رييس فضل الحق اندرابي وايي، كه څه هم په بغلان كې د كوكنارو كښت كم شوى؛ خو اوس هم دا شمېر د اندېښنې وړ دي.
د بغلان د كليو د پراختيا رييس عبدالرب حکیمي وايي، په هغو سيمو كې، چې كوكنار او يا چرس كرل كيږي، د دې رياست هيڅ پروژه به تطبيق نه شي.
د دوى په وينا، پروژې به په هغو سيمو كې تطبيق شي، چې خلك يې د كوكنارو د نه كر ژمنه وكړي.