تازه خبرونه
په بغلان ولايت كې د بې وسلې كولو عمليات روان دي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بغلان ولايت پوليسو د نامسووله وسلوالو د بېوسلې كولو لپاره د حنجان او بنو په ولسواليو كې عمليات كړي.
ويل كيږي، چې د عملياتو په ترڅ كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم پولیسو ته په لاس ورغلي دي.
د بغلان امنيه قومندان جنرال امین الله امرخېل وايي:
د بغلان پوليس په دې هڅه كې دي، چې خلك له نامسووله وسلوالو وژغوري.
د نوموړي په وينا، نامسووله وسلوالو په ليرې پرتو سيمو كې له بشري حقونو سرغړونه كړې ده.
ښاغلي جنرال امرخېل له نامسووله وسلوالو غواړي، چې له مخالفته لاس پر سر شي.
تېره اوونۍ د بغلان پوليسو په خنجان ولسوالۍ كې د نامسووله وسلوالو د يوې ډلې د سرگروپ د نيولو لپاره پر عملياتو لاس پورې كړ؛ خو نوموړى له پوليسو سره نښته كې ووژل شو.