سیمه ییز خبرونه
په بغلان ولايت كې د زعفرانو كركېلې ښه نتيجه وركړې ده
په بغلان ولايت كې د زياترو ولايتونو په پرتله د زعفرانو كركېلې ښه نتيجه وركړې ده. د دې ولايت يو شمېر كروندګر وايي، كه دولت د زعفرانو تخم ورته برابر كړي، دوی چمتو دي بغلان كې د ناروا كركېلو مخه ونيسي.
زعفران يو له هغو محصولاتو ده، چې بيه يي اوچته ده او په بېلابېلو برخو كې كارول كېږي.
زعفران معمولا اوړي كې كرل كېږي او د لړم په وروستيو او د ليندۍ لومړيو كې ګل كوي او حاصلات يي سهار مخكې له دې، چې لمر را پورته شي، ټولېږي.
د لومړي ځل لپاره زعفران د كوكنارو د بديل كښت په توګه دود شو، خو اوس كروند ګر په ځانګړې توګه د بغلان كروندګر وايي، د دې نبات عوايد زيات دي او دولت بايد د زعفرانو د كركېلې د پراختيا لپاره له كروندګرو ملاتړ وكړي.
خو د بغلان د كرنې رياست د كرنيزو چارو آمر محمد سالم وايي، دوی د دې توان نه لري، چې ټولو كروندګرو ته د زعفرانو تخم وپېري.
د رسمي شمېرو له مخې، تېر كال شاوخوا درې ټنه خالص زعفران له هرات او له ۱۵۰ كيلو څخه زيات له نورو ولايتونو تر لاسه شوي دي.
هر كيلو زعفران ۶۰ تر ۷۰ زره افغانۍ ارزښت لري، خو بهرنيو بازارونو كې هر كيلو زعفران په ۵ زره ډالره پلورل كېږي.