تازه خبرونه

په بغلان ولايت كې د كتاب او كاپي رايت نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

چارواكي وايي، سريالونو او انترنت په بغلان كې د كتاب لوستلو مينه وال لږ كړي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنگ رياست چارواكي وايي:

د كتاب او كاپي رايت د نړيوالې ورځې له نمانځلو مو موخه داده، چې له كتاب لوستلو سره د خلكو ليوالتيا ډېره شي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنگ رييسه شكريه اصيل وايي:

د اطلاعاتو او فرهنگ رياست د كتاب لوستلو اوونۍ په دې موخه ونمانځله، چې ځوانان مطالعې او د ادبي آثارو پنځولو ته وهڅوي.

آغلې شكريه اصيل وايي، په تېرو څو كلونو كې د تلويزيوني سريالونو كتلو او له انترنت څخه استفادې د كتاب د مينه والو شمېر لږ كړى دى.

په دې مراسمو كې گډونوالو د يوه عامه كتابتون شتون اړين وگاڼه.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنگ رياست د مسوولينو په وينا، په نږدې راتلونكي كې به په دې ولايت كې د يوه عامه كتابتون د جوړولو چارې پيل شي.

Trending

Exit mobile version