سیمه ییز خبرونه
په بغلان ولايت كې د ولسي پوليسو لومړى ډله جوړه شوه
د بغلان د امنیی قوماندان وايي، چې دغه پوليس يې د امنيتي ځواكونو او د خلكو تر مېنځ د اړيكو د ښه كېدو په موخه را مېنځ ته كړي دي. د ولسي پوليسو پروګرام د كورنيو چارو د وزارت له نويو پروګرامونو څخه دى او پام كې ده، چې د هېواد په شپږو نورو ولايتونو كې هم دغه پوليس را مېنځ ته شي.
لكه څنګه، چې چارواكي وايي، د پوليسو دنده د امن او عامه نظام تامينول دي نه وسله واله جګړه.
د بغلان امنيه قوماندان اسد الله شېرزاد وايي:
اوسينې شرايط د دې لامل شوي، چې پوليس وسله راواخلي او د وسله والو مخالفينو سره جګړه وكړي.
د ولسي پوليسو پروګرام د كورنيو چارو د وزارت نوى پروګرام دى، چې د چارواكو په وېنا ولسي پوليس بې وسلې پوليس دي، چې د خلكو او امنيتي ځواكونو تر مېنځ د اړيكو جوړولو دنده تر سره كوي.
لدې وړاندې د كورنيو چارو وزير په مشرانو جرګې كې ويلي وو، چې د افغانستان اوسني پوليس ملي پوليس نه بلكې سياسي پوليس دي.
نوموړي همدا راز زياته كړي وه، چې دوى هڅه كوي ولسي پوليس را مېنځ ته كړي او د افغانستان پولیس هم ملي پوليس كړي.
د كورنيو چارو وزارت زیاتوی، چې ولسي پوليس له سيمه ايزو او ملي پوليسو سره توپير لري او له بغلان سربېره به د هېواد په شپږو نورو ولايتونو كې هم را مېنځ ته شي.
