سیمه ییز خبرونه
په بغلان ولايت كې كروندگرو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي نه دي
په بغلان ولايت كې يو شمېر كروندگر وايي، د كوكنارو د كر په بدل كې تر دې دمه دې ولايت ته اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي نه دي.
يو شمېر كروندگر، چې د مخدره توكو د زيانونو، كارولو، كر او قاچاق په اړه د پوهاوي په يو كمپاين كې راټول شوي ول وايي، چې د كوكنارو د له منځه وړلو ښه بديل معياري كر ته زمينه برابرول دي او دولت بايد كروندگرو سره د اصلاح شويو تخمونو مرسته وكړي.
د دې ولايت د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې چارواكي وايي:
كروندگر نشي كولى كوكنار وكري.
كروندگر له چارواكو غواړي، چې په ليرې پرتو سيمو كې دې د كوكنارو په وړاندې د پوهاوي پروگرام پلى شي.
د دوى په وينا، د پوهاوي پروگرام دې د نورو پروژو په څېر يوازې په مركزي سيمو كې خلكو ته نه وړاندې كيږي.
د بغلان ولايت يو شمېر كروندگر د دغه ولايت د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې او كرنې رياستونه كروندگرو ته په نه پاملرنه تورنوي.
د دوى په وينا، د پيسو په بدل كې هم تېر كال دوى ته زاړه تخمونه وركړ شوي ول، چې ترې زيانمن شوي دي.
