سیمه ییز خبرونه

په بغلان ولايت كې له تېرو څلور مياشتو راهسې يوه پيغله تښتوونكيو ساتلې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ كې سړي تښتوونكيو څلور مياشتې وړاندې دوه پيغلې تښتولي،  چې يوه يې وژل شوې او بله يې تر دې دمه له ځان سره ساتلې ده.

د بغلان ولايتي شورا غړې ندا كياني وايي:

ويل كيږي، چې تښتول شوې پيغلې اختر له سړي تښتوونكيو سره تېر كړى او كيداى شي، چې جنسي تېرى هم پرې تر سره شوى وي.

د بغلان پوليس وايي:

په بېلا بېلو بڼو هڅه شوې، چې دا پېغله له سړي تښتوونكيو وژغورل شي؛ خو تر دې دمه بريالي شوي نه يو.

د بغلان د ښځو چارو رييسه خديجه يقين وايي، د دې پېغلې په اړه د پوليسو هڅې ناكامې دي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقی له تښتوونكيو څخه د دغې پېلې د خوشې كولو له پراخو هڅو خبر وركوي او عاميلانو ته يې د سزا گواښ څرگند كړ.

د بغلان ولايتي شورا ځينې غړي وايي، چې د پېغلې كورنۍ د بدناميدو په خاطر پېښه پټه كړې وه.

اوس؛ نو څرگنده نه ده، چې دا پېغله به  نورې څو مياشتې يا اوونۍ  او ورځې له سړي تښتوونكيو سره تېروي.

Trending

Exit mobile version