سیمه ییز خبرونه

په بغلان ولايت كې پېنځه ماين ښخوونكي ونيول شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان ولايت په  دند غوري سيمه كې د عملياتو په ترڅ كې د يو ماشوم په گډون پېنځه تنه مخالف وسلوال نيول شوي دي.

د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت وايي:

نيول شوي ۱۳ كلن ماشوم د مخالفينو په بلنه له ليرې د ماين څارنې په برخه كې كار كړى دى.

نيول شوي كسان په بغلان ولايت كې د ماين ښخولو په څو پېښو كې په لاس لرلو تورن دي او ترې بېلا بېل چاوديدونكي توكي او وسلې هم تر لاسه شوي دي.

نوموړي د دغو كسانو نيول د سيمې د  امنيت په خونديتوب كې گټور گام بولي.

دغه ماين ښخوونكي په داسې حال كې نيول كيږي، چې تېره اوونۍ د دغه ولايت امنيه قوماندان اسدالله شېرزاد  له ليرې د يو څارل شوي ماين له چاودنې روغ رمټ ووت، خو يو ملكي وگړى په كې وژل شوى و.

له ليرې څخه څارل شوي ماينونه كه څه هم ځاني زيانونه ډېر لري، خو مخالفين يې د دولتي ځواكونو له منځه وړلو لپاره په پراخه توگه كاروي.

Trending

Exit mobile version